سیاست

دعدليې وزارت اداري معين دعدالت پروژې له ماهر سره وکتل .

کابل باختر دزمري  پنځمه :
دعدليې وزارت اداري معين په افغانستان کې دعدالت دپروژې دبهرنيو چارو له ماهر سره وکتل او دستراتيژيکي  سند دجوړولو ، روزنيزې اړتيا سنجونې ، دقضايا دمديريت او دغير رسمي  دعدالت په باب يې  خبرې وکړې .
  دعدليې وزارت يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دعدليې وزارت اداري معين سيد محمد هاشمي وويل چې په دې کتنه کې دروزنيزې اړتيا سنجونې او دستراتيژيکي  سند دجوړولو په باب موافقه وشوه او بايد دقضيو دمديريت په اړوند په بنسټيز ډول او له هغوبهيرونوسره  سم کار وشي چې دوام لري . او دغيررسمي  عدالت په باب يې يادونه وکړه  . دې ته په پاملرنې سره  چې په مدني شخړو کې داصلاحي جرګو دقانون طرحه کابينې ته ليږل شوې ده او ددغه قانون دتصويب او منظورۍ  تروخته پورې دحقوقو په ادارو کې  دغير رسمي منځګړيتوب دپريکړو قانوني ستونزه لري .
  دعدليې وزارت اداري معين دغه راز يادونه وکړه چې د هرکار له ترسره کولو او پيلولو مخکې ضروري ده چې دعدليې وزارت او دعدالت پروژې ترمنځ دهمکارۍ بنسټ مشخص شي او تفاهم ليک لاسليک شي چې  ددواړو لورو مسووليتونه په مشخص  ډول په ډاګه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته