کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د پروان د پوهنې ریاست مسوولین دغه ریاست د پوهنې وزات له لوري د نږدې ۸۰۰ زره درسي کتابونو د سپارلو خبر ورکوي.
د یادو کتابونو د سپارلو پرمهال د پروان د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني وویل چې د دغو کتابونو په سپارلو سره به په یاد ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.
ورته مهال د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست د درسي کتابونو د پلان کارپوه شمس الحق خپلواک وویل، د پروان ولایت لپاره د نویو چاپ شویو درسي کتابونو نږدې ۸ سوه زره ټوکه په پام کې نیول شوي او نن یې د وېش لړۍ پیل د شیخ علي، سرخ پارسا او سیاه ګرد ولسوالیو څخه پیل شوه.
هغه ډاډ ورکړ، چې د درسي کتابونو د نشتوالي په صورت کې به د دغه ولایت اړتیاوې پوره کړو.