خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د يو شمېر غير دولتي ورځپاڼو خپرونو ته کتنه

کابل، دغبرګولي٢٥مه، باختر

يو شمېرغيردولتي ورځپاڼو په خپلو خپرونو کې د هېواد بېلابېلې مسئلې څېړلې دي.

د (اطلاعات روز) ورځپاڼې د (طالبانو په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د واده مهر ټاکلی دی) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې طالبانو د مهر او د واده  لګښت مشخص کړ.

د هغه قانون له مخې چې د طالبانو په لاسليک سره اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسېدلى دى، معجل مهر٢٥٠ زره افغانۍ او مؤجل مهر د دواړو لورو د موافقې له مخې او د طالبانو مسوولينو د ټينګار له مخې باید لږ وي.

په لعل او سرجنګل کې د طالبانو نرخنامه شپږ مادې لري چې په لومړۍ ماده کې  په مهريې برسېره د واده  نور لګښتونه هم مشخص شوي دي.

طالبانو د دې مکتوب له مخې د زوم کورنۍ بايد د نجلۍ کورنۍ ته لس پسونه، درې بورۍ لومړۍ درجه سيله وريجې، درې ټيمه ١٦ لېټره غوړي، يو من چاى، يوه بورۍ شريني، يوه بورۍ بوره، ٥٠ منه غنم او ٥٠ متره ټوکر ورکړي.

دغه نرخنامه د لعل او سرجنګل د امرباالمعروف او نهي عن المنکر د محتسب برهان الدين د استخباراتو د آمر او په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د نورو لوړ رتبه مسوولينو له خوا لاسليک شوى دى.

په دې نرخنامه کې ټينګار شوى، چې د دغو اقلامو ټول لګښت له ٨٠ زرو افغانيو څخه زيات نه شي.

د( ٨ صبح ورځپانې ( د ايراني او پاکستاني مقاماتو کتنه، نړۍ له طالبانو د تروريزم  پر خلاف د اغيزمن اقدام هيله لري) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

پاکستاني رسنۍ د ايران د جمهور رئيس او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د کتنې خبر ورکوي.

دغه کتنه د غبرګولي په ٢٤ مه په تهران کې ترسره شوې، چې په هغه کې د افغانستان د مسئلو په اړه هم خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو د ايران له جمهور رئيس سره په کتنه کې ويلي، چې ايران او پاکستان په مستقيم ډول د افغانستان د جګړو او بې ثباتۍ تر اغيزې لاندې دي او هغوى په يو با ثباته او سوله ييز افغانستان کې خپلې ګتې ويني.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته