کابل باختر د لړم لسمه :
په فارياب ولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله يو ماشوم شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد مسعود يعقوبي دباختراژانس خبريال ته وويل يو ماين چې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستيو جګړو له وخت څخه دقيصار ولسوالۍ دخواجه کنتي په ساحه کې پاتې و ، چې دماشومانو دلوبې په وخت کې وچاوديد .
يعقوبي زياته کړه په دې پيښه کې يو دولس کلن ماشوم شهيد او درې تنه نور
ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه طالبانو له امنيتي ځواکونوسره د جګړې په وخت کې لارې دماينونو په ښخولو سره بندوي .