خبرونهاقتصادTOPټولنه

د هېواد په ګمرکونو کې په ورځني ډول شاوخوا ۲۴۰۰ صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي محمولې تګ راتګ کوي

کابل، د کب ۹مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د هېواد په ګمرکونو کې په اوسط ډول، د ورځې شاوخوا ۲۴۰۰ صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي محمولې تګ راتګ کوي چې ټولیز وزن يې څه د پاسه ۶۰ زره ټنو ته رسېږي.
باختر آژانس ته د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د مالیې وزارت له لوري د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې شوې؛ په ګمرکونو کې کاري موده له ۱۶ څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې زیاته شوې، عصري برېښنایي سیسټمونه فعال شوي؛ د بهرني ټرانزیټ زماني معیاد له پنځو څخه ۱۰ ورځو ته غځول شوی او د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې روڼتیا او لازمه چټکتیا رامنځته شوې ده چې ورسره د صادراتو، بهرني ټرانزیټ او وارداتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ویل شوي چې د ګمرکونو د عصري کولو په لړ کې به ډېر ژر د هېواد په ۱۶ ګمرکونو کې ۲۴ لویې برېښنایي سکنرونه هم نصب شي چې ورسره به د سوداګریزو توکو په طي مراحلو کې لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او ښه والی رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته