-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
د طالبانو يو قوماندان پرون په سرپل کې له لسو ملګرو سره يې ووژل شو .
د سرپل د پوليسو مطبوعاتو آمر نور اقا فيضي باختراژانس ته وويل چې د طالبانو دغه قوماندان له ملګروسره يې هغه وخت ووژل شو چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په مسجدسبز سيمه کې د پوځيانو پر يوې پوستې بريدوکړ او د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخ شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې لس نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول او نور کسان يې له ساحې وتښتېدل .
ويل کېږي چې په دې نښته کې دوه موټرسايکلونه، يوه مخابره او د دښمن يوه اندازه جګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلل .
ختم_ شکريه _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ