کابل باختر دوري څوارلسمه :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د پنځلسو داعشيانو په ګډون ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ئيز قوماندان او د پنځلسو تنو داعشيانو په ګډون ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د کاپيسا، ننګرهار، پکتيکا ، غزني ، قندهار، روزګان، زابل، فراه، هرات، فارياب، کندز، بلخ، سرپل او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ