خبرونهټولنه

د هوا سړښت د بغلان اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

په بغلان کې د هوا سړښت او د سون توکو د بيې لوړوالي د بغلان بې وزلي خلک اندېښمن کړي دي.

بغلان سږکال د نورو ولايتونو په شان د واورې د اورښت او د ډېر سړښت شاهد دی، سره له دې چې کروندګر دغه اورښتونه د خير او برکت سبب بولي، خو دغو اورښتونو هوا سړه کړې او د ټولنې  بې وزلي کسان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پلخمري ښار اوسېدونکي غلام نبي چې يو موچي دى، ويې ويل چې په خټو کې کار کوي چې خپلو ماشومانو ته يوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.

هغه په لړزېدلي غږ او ستړې څېره د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې اووه ماشومان لري او خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي؛ په کرايي کور کې شپې سبا کوي او له سهاره تر ماښامه کارکوي او هغه پيسې چې ترلاسه کوي، بـسنه نه کوي.

هغه زياته کړه: سږکال ژمي مخکې راغى، نه لرګۍ او نه سکاره لرم، د هوا په سړښت سره د لرګيو او سکرو بيه هم لوړه شوې ده.

خيرالله چې تر ۱۴مې پورې زده کړې کړې دي، ويې ويل چې یو ګرځنده پلورونکى دى او د سون توکو د بيې له لوړوالي څخه شکايت لري او وايي چې دولت د بې وزلو خلکو په فکر کې نه دى، په ښار کې هر چا هرڅه په هره بيه چې زړه يې وغواړي، خرڅوي او د پلخمري ښاروالۍ ورته ګوري.

دى له دولت څخه غواړي چې په ژمي کې د سون توکو بيه کنټرول کړي.

په پلخمري ښار کې غلام سخي چې د لرګيو پلورلو دُکان لري، وويل: د لرګيو او سکرو بيه د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده او دا کار د پرچون پلورونکو نه دی، بلکې دا کار د سون توکو د سوداګرو دى چې د هوا په سړښت سره يې د سون  توکو بيه لوړه کړې ده.

د پلخمري ښاروال نظام الدين حميدي د سوداګرو بې انصافي يې يوه ستونزه وبلله او ويې ويل چې د پلخمري ښاروالۍ د سون توکو د بيې د کنټرول لپاره هلې ځلې کوي.

ختم- شکريه-اکرم

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته