کابل، د کب ۹ مه، باختر
د هلمند د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د روان لمریزی کال په بهیر کې ۴ لویې پروژې پلې کړې دي.
د یاد ولایت د ټولګتو چارو ریاست د انجینرۍ برخې مسوول انجینر نثار احمد نصرت د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ لویې پروژې پلې کړې دي.
نصرت زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د ۱۵۰ کیلو متره سړک، پلګوټو استنادي دېوالونو او د موټرو د وزن کولو تلې رغول شامل دي.
هغه زیاته کړې چې هر کال د موټرو د وزن کولو له لارې ۲۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپاري.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال په پای سره د ۱۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ لویې او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.