فرهنګ

په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې دويم ملي کنفرانس جوړشو

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دګرځندوى دنړيوالې ورځې دنمانځنې له امله په  افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې دويم  ملي کنفرانس نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي دپيغام په لوستلوسره په کار پيل وکړ.
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې په هغې غونډه  کې چې له همدي امله جوړه شوې وه لومړۍ له همدي امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي پيغام داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي له خوا ولوستل شو.
په پيغام کې ګرځندوى له انسانانوسره دپيژند ګلوي اومعرفت يوه اغيزمنه لاره بلل شوې ده ويل شوي دي  دانساني فکر په انکشاف  اودعلومو په پراختيا اوخپرولو کې ، سياحت  يوه ډيره مهمه  وسيله بلل کېږي .د سفر اوسياحت په باب ، په ټولو نړيوالو ژبو اوفرهنګونو کې  په ويناو او مقالو کې دزياتو متلونو شتون  ددغې مسلې مصداق دي .
په پيغام کې دغه رازدګرځندوى صنعت يو ستر اقتصادي فعاليت بلل شوي دي .
زه دګرځندوى دنړيوالې ورځې په مناسبت ، دهغو فعاليتونو له امله چې دسياحت دصنعت په لاره کې ترسره شوي دي  دزړه له کومي مبارکې وايم.
په همدي مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستايم چې په ډيرو سختو شرايطو کې يې په دې لاره کې دپاملرني وړ پرمختګ کړي دي .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  وينا وکړه او ويي ويل  په افغانستان کې دګرځندوى  صنعت  يو داسې صنعت دي چې له انحطاط  ،فتور سره مخامخ دي  . افغانستان دلرغونې  تاريخي سابقي په لرلوسره  دهيواد په توګه  زيات شمير تاريخي اوطبيعي اثار او څلې لري
که څه هم له بده مرغه په اوس وخت کې  زموږ نږدي يو زرو دوه سوه تاريخي څلې دړنګيدو اونړيدو په حالت کې دي . ماڅوځلې خپل حکومت اونړيوالې ټولنې ته خبرداري ورکړي دي که چېري  له افغانستان  سره دتاريخي څلو  په ساتنه کې مرسته ونه شي  موږ به دخپل ملت دځينو هغو تاريخي ارزښتونو ديوې برخې  دله منځه تللو شاهدان واوسو چې  دنړيوالو فرهنګي ميراثونو يوه برخه ده .
ډاکتررهين دغه راز  زياته کړه په داسې  حال کې چې زموږ دهيواد تمدن ترزياتي اندازي پوري دګرځندوى په صنعت ډډه لګوي  او هغه ټولې سفرنامې  چې نن  زموږ دتاريخ دروښانه کېدو لپاره  په اوسني  پيړۍ کې کارول کېږي  که چېرې  دچېني سياحانو او زيارت کوونکو سفرنامې وي  اوکه هندي اويا يوناني  او وروسته په اسلامي دوره کې هغه سفرنامې چې  دابن بطوطه او دده په شان نورې سفرنامې ، دبيلابيلو هيوادونو مسافرت او سفرحاصل دي  چې په اسلامي تمدن کې  دهڅونې وړ ګرځيدلي دي .
دډاکتر رهين دڅرگندونوله مخې افغانستان دګرځندوى دصنعت له لاري په کال کې له څلورو څخه تراوو ملياردو ډالرو پوري دعايد ظرفيت لري .
وروسته  په افغانستان کې دآقاخان دمرکز سفير علي  موجي خبري وکړې او دافغانستان په بيا جوړولو اوپه تيره بيا دفرهنګي اوتاريخي ساحو په بيارغاونه کې ددغه مرکز په همکاري باندې ټينګاروکړ.
ورپسې  دباميانو والي ډاکترې  حبيبي سرابي په دغه ولايت کې دتاريخي اولرغونو اثارو  او دګرځندوى دساحو په باب خبري وکړي او ويې ويل باميان دتاريخ په اوږدو کې دګرځندوى دصنعت دودي له پلوه  ځانګړي ځاى لري .
دې زياته کړه دباميانو اته تاريخي ساحې  دنړۍ دفرهنګي ميراثونو په فهرست کې شاملي شوي دي .
دغه راز په دې غونډۀ کې دترانسپورت اوهوايي چلند وزارت معين غلام علي راسخ ، داقتصاد وزارت معين  نظير احمدشهيدي ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دخپلواکې اداري مرستيال ملکېار ، دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې  دعامل هيئت رييس محمد قربان حقجو ، دزيارتي او توريستي شرکتونو داتحاديې  رييس حسن يار او دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا غړى مولوي نيک محمد ويناوي وکړي .
دګرځندوى دورځې دنمانځني دمراسمو  له پاى ته رسيدو وروسته په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت د څيړنې دويم ملي کنفرانس په کار پيل وکړ.
دکنفرانس په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي دخبرو په ترڅ کې وويل  ګرځندوى ،فرهنګونه، تمدونونه  اوملتونه له يوبل سره نږدي کوي . موږ تيرکال په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې لومړني ملي کنفرانس  جوړ کړ او نن په دويم کنفرانس کې دتيرکنفرانس کړه وړه اونتيجې څيړو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دګرځندوى دعالي شورا جوړول  دکابينې غونډي ته پيشنهاد کړي دي .
په دې شورا کې به  دخصوصي برخو اودنړيوالو موسسو ټول اړونده ارګانونه ګډون ولري .
وروسته په  افغانستان کې ديونسکو استازې سارا نوشادي ، ډاکتر ذاکرحسين ارشادي ، فولادي  اويوشمير نورو برخه  والو خپلې مقالي ولوستلي .
په پاى کې په افغانستان کې دګرځندوى دصنعت دڅيړنې دويم ملي کنفرانس  دپريکړه ليک په صادرولو  اوپه کابل کې دآقاخان  دمرکز په سفيرعلي موجي ، دباميانو په والي  ډاکترې  حبيبي سرابي ، دملي ارمان دورځپاڼې په مسوول مدير ميرحيدر مطهر ،دباختراژانس په رييس  خليل مينوي ، دملي راډيوتلويزيون په رييس زرين انځور  اودخصوصي رسنيو په يوشمير رسنيو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دستاين ليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيد .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينانو پوهنمل نبي فراهي او مبارز راشدي دافغانستان دلاسي صنايعو هغه نندارتون پرانست  چې له همدي امله جوړشوي و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته