کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د هرات بایسکل ځغلوونکو د خپلو پروګرامونو او ورزشي سفرونو په لړ کې دا ځلي د دغه ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د هرات د بایسکل ځغلونې فدراسیون د نمایندګۍ رئیس سید عبدالله فضلي د دغه ورزشي سفر موخه چې پکې ۲۰ تنه ورزشکارانو ګډون کړی وو، د بایسکل ځغلونې د فرهنګ پراخول او د ورزشي برخې وده وبلله.
د باختر آژانس د خبر له مخې، ورزشکارانو د دغه سفر په ترڅ کې په پشتون زرغون ولسوالۍ کې ۱۴۵ کیلومتره واټن په بایسکل سره وواهه
ع