امنیت

دهلمند دملي امنيت په يوې ادارې ځانمرګي بريد وشو .

کابل باختر دکب پنځمه  :
په هلمند ولايت کې  دملي امنيت په يوې ادارې  ځانمرګي بريد وشو .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، يوځانمرګي بريدګر نن سهار  له چاوديدونکو توکو بار موټر په لښکرګاه ښار کې  دملي امنيت  ديوې ادارې په وړاندې وچاوه
دهېواد په جنوب کې دپوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  په دې بريد کې پوځيانو ته دسر زيان اوښتى دى . خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
  په همدې حال کې ددغه ځانمرګي بريد يو عيني شاهد وايي  چې په دې پيښه کې درې تنه ماشومان هم ټپيان شوي دي .
  ددغې پيښې  جزئيات وروسته خپريږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته