کابل /دوري ۷مه/باختر
د هرات والي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د ځانګړي استازي له مرستيالې سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د پراختیايي پروګرامونو د تطبيق غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې ميرمن ميتي نودسن د هرات له والي سره خپل فعالیتونه شريک کړل او ډاډ يې ورکړ چې يوناما د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د هرات والي د دغه ولايت د اقتصادي، ټولنيز او امنيتي حالت په اړه خبرې وکړې او له هغې يې وغوښتل چې په هرات کې خپل پرمختيايي او اقصادي پروګرامونه زيات کړي.
د هرات والي شيخ اسلام جار وويل، چې غواړي خپلو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي اوغوښتنه يې وکړه، چې نړيواله ټولنه دې پر افغانستان لګول شوي محدوديتونه لرې کړي.
د ملګرو ملتوسازمان د ځانګړي استازي مرستيالې وويل چې دوی غواړي له نړيوالو سره یوځای د افغانستان پروګرامونو ته اسانتياوې برابرې کړي او په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
ج-ا