– کابل، د غبرګولي ۲۲ مه ، باختر
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار له یوهیئت سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پوله کې د ټاپي د ګازو له نل لیکي کتنه وکړه.
د هرات والي وویل، چې څو ورځې مخکې کابل ته د دوست هېواد ترکمنستان د لوړ پوړي هیئت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو او دغه ګټوره پروژه پیليږي.
شیخ اسلام جار زیاته کړه، ترکمنستان چمتو دی چې د ځمکو له استملاک وروسته په افغانستان کې ټاپي پروژې د لومړي فاز عملي کار پیل کړي.
نوموړي وویل چې د خدای ج په توکل سره د ځمکو د استملاک کار شپږمیاشتې وخت نیسي او نږدې ۱۲ زره تنه په کارګومارل کېږي او د ټاپي پروژې عملي کار به دوه کاله دوام وکړي خو د هرات سیمه ییزه اداره وايي چې د هغه عملي چارې ژر بشپړکړي چې خلک له دغې پروژې څخه ګټه واخلي.
دغه راز د هرات والي د دغې پروژې د پړاونو د آسانتیا په لاره کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ج