ورزش

دلاهور دکرکټ څلورو نورو ټيمونو دافغانستان دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو دملي ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم دپاکستان دلاهور دجيم پرټيم هم بريالى شو . 
تراوسه پورې دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم دلاهور دکرکټ دريو ټيمونو ته ماتې ورکړې ده .
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوټک دباختراژانس خبريال ته وويل دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم چې اوس مهال دتمرينونو دترسره کولو لپاره دپاکستان په لاهور ښار کې دى   دلاهور له ټيمونوسره يې هم يولړسيالۍ  ترسره کړې  په څلورمه لوبه کې يې هم دلاهور دجيم ټيم ته ماتې ورکړه .
دنولس کلنو ځوانانو د ټيم ديوه خبرځاى دڅرګندونو له مخې،   له دې وروسته  په څلور لوبې دلاهور له ټيمونوسره  او درې  نورې لوبې دپاکستان له ټيمونوسره دلاهور په ښار ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته