خبرونهامنیتTOP

د هرات له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه څه باندې ۸۰۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د سلواغۍ لومړۍ نېټه، باختر

د هرات سیمه ییزو مسوولینو د یاد ولایت له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه له ۱۰۰ ورځني تمریناتو وروسته د څه باندې ۸۰۰ سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی.

د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د هېواد د ملي دفاع وزارت پلاوي، د هرات والي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمد الله متقي په یادو مراسمو کې ویلي چې د اسلامي اردو ځواکونه په پیاوړي مورال او په دیني علومو سمبال په هر ډول شرایطو کې د خپل هېواد له پولو څخه دفاع کوي.

په ورته وخت کې د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند عزت الله سعیدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې له یادو فارغانو څخه د سرحداتو په ساتنه او بېړنیو حالاتو کې کار اخیستل کېږي او لازمو څانګو کې به په دندو و ګومارل شي.

هغه زیاته کړې چې په دې فراغت کې ۷۲ تنه د دیني علومو له څانګې څخه هم فارغ شوي او د خپل ولس او هېواد ته د خدمت لپاره چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته