خبرونهاقتصاد

د ننګرهار کانال شرکت کې پر نږدې ۲۰ زره جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د یاد کانال په بېلابېلو سیمو کې نږدې پر ۲۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.

د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به د تېر کال په پرتله ډېر وي، په داسې حال کې چې تېرکال د یاد کانال د مالټو حاصلات ۳ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه ښودل شوې وه.

کظیم د دې کانال د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او د مالټو بڼونو ښه پالنه یادوي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

په ننګرهار کې د مالټو سربېره د کانال په ځمکو کې خرما، زیتون، غنم، جوار او نور کرنیز توکي هم کرل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته