خبرونهامنیت

د موټرو یو غل په کابل کې ونیول شو

۲۱- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
پولیسو نن د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د تېلو ټانک تمځای په ساحه کې د موټرو یو غل ونیو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: څو شېبې مخکې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د تېلو ټانک تمځای په ساحه کې په میوند مشهور غلام سخي یو غل چې غوښتل یې یو کرولا ډوله موټر غلا کړي، د یادې حوزې منسوبینو لاس په لاس ونیو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته