کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
د ملي امنیت ۱۴ منسوبین په کندز کې د طالبانو په بریدونو کې شهیدان شول او دوه پوځيان هم ټپیان شول.
په رارسېدلو خبرونو کې ویل شوي دي چې د دغه برید په ترڅ کې د ملي امنیت دوه منسوبین هم لا درک شوي دي.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې؛ لسګونه یرغلګر تېره شپه په خان آباد ولسوالۍ کې له څو استقامتونو د ملي امنیت پر قرارګاه بریدونه وکړل.
د کندز یوې امنیتي سرچینې له باختر آژانس سره په ټلیفوني اړیکه کې د ملي امنیت د ۱۴ منسوبینو شهادت تایید کړ.
هغه وویل چې د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې دوه پوځیان ټپیان شوي او دوه نور یې لادرک شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
پای/ع