امنیت

په هرات کې دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان وژل کيدل .

کابل باختر د وري لسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې  يو قوماندان له خپل ساتونکي سره دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ  له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  عبدالاحد ولي زاده  وايي چې دغه کسان دانجيل ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو دډلې له خوا نومول  شوي مرستيال  ملا مصطفي  او دملاسيار په نامه  دده يوملګرى دى چې پرون  دګذرې ولسوالۍ  د لويديځ  دملا ناسپنج  په ساحه کې دګذرې  ولسوالۍ دامنيې  قوماندانۍ  دپوليسو او ددغې ولسوالۍ دملي امنيت  دمديريت دکارکوونکو دکمين له امله ووژل شول .
  ولي زاده ويلي دي چې له دغو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او يو موټرسايکل  هم دامنيتي  ځواکونولاس ته ورغلي دي .
د پوليسو څيړنې ښي  چې دغو کسانو په انسان تښتونه ، دماينونو په ښخولو دوسله والو بريدونو دعشر او ذکات په راټولولو دخلکو په ځورونې  او زورزياتي  کې فعال رول درلود .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته