کابل/د تلي ٨مه /باختر
د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د هېواد يومشهور اديب او ترانه ويونکې مولوي عبدالحکيم سجاد وستايه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې د لوګر د والي د مرستيال مولوي محمد تايب حنيف ، امنيه قوماندان او د ملکي ادارو د يوشمېرمسوولينوپه ګډون جوړه شوه، د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رييس مولوي محمد صادق عاکف مهاجر وويل :مولوي عبدالحکيم سجاد په خپلې طلايي حنجرې د فکري او جهاد د مبارزې په لور د ملت د ذهنيت جوړولو په برخه کې د هېواد د خپلواکۍ او له اشغالګرانوسره د مبارزې په برخه کې ارزښتناک رول ترسره کړى دى .
د لوګر د والي مرستيال مولوي محمد تايب حنيف وويل: هغو کسانوچې د شلوکلونوپه بهير کې د اشغالګرو په وړاندې مبارزه او جهاد کړې ده اوقرباني يې ورکړي دي بايد ټول وستايل شي.
د لوګر د والي مرستيال له سجاد څخه د مننې په څرګندولو سره وويل چې مولوي عبدالحکيم سجاد په خپل غږ او حماسي ترانو سره د اشغالګرو په وړاندې جهاد کړى دى.
اديب او ترانه ويونکى مولوي عبدالحکيم سجاد د مولوي عتيق الله زوى په ١٣٥٧ هجري لمريزکال کې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې زېږيدلى دى او د جهاد خپلواکۍ او حق غوښتنې حق يې د هېواد د خلکواو نړيوالو غوږونو ته رسولى دى.
-ج-ا