ټولنه

په سالنګونو کې دوارداتي بريښنا دوه ستنې چپه شوې دي .

کابل باختر د کب پنځمه :
دکابل ښار په ځينو ساحو کې  دبريښنا د پرچاوي علت دوارداتي بريښنا بنديدل بلل شوي دي .
دبريښنا رياست وياند وحيد الله توحيدي نن دباختراژانس خبريال ته وويل په سالنګونو کې دواورې سخت اورښت  او دواورې  ښوئيدل دوارداتي  بريښنا دليږدونې ددوو استنو  دچپه کيدو سبب شوى دى .
ده وويل دغه پيښه ددې سبب  شوه چې له تيرې  شپې راپديخوا په کابل کې بريښنا  بند شي  همدا اوس دبريښنا رياست  فني کارګران په ساحه کې  په کار بوخت دي
هيله ده چې ډير ژر دغه تخنيکي  ستونزه لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته