کابل باختر د چنګاښ ٢٦
د لغمان ولايت په لسګونو کلي د پوځي عملياتو په بهيرکې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات د شنبې په ورځ د دغه ولايت د اليشنګ او دولت شاهي دولسواليو په ځينو سيمو پيل شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې يو جګپوړي امنيتي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه پورې په لسګونو کلي د ډار اچوونکي له شتون څخه پاک شوي دي .
پوځيانو په دغو عملياتوکې د ډار اچوونکو په لسګونه ميله وسلې ترلاسه کړې دي او د ډار اچوونکو په لسګونو پټنځي يې دړې وړې کړي دي .
دغه قوماندان وايي چې د ډار اچوونکو له شتون څخه به د اليشنګ او دولت شاهي د ولسواليو تر بشپړ پاکولو پورې عمليات دوام وکړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل