کابل / دليندى ١٢مه /باختر
د قندهار په ډڼډ ولسوالۍ کې په نويو نښتوکې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور طالبان ټپيان شول.
دغه نښته تېره شپه د پوځيانو پر دوو پوستود طالبانو د بريد په دوام رامنځته شوه
د قندهار د پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې په دغو نښتو کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
د رپوټونو له مخې پوځيانو په وروستيو ورځو کې د ډنډ څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ شکريه_اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ