ټولنه

د غور ولايت يو شمېرعالمانو اوسپين ږيرو له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
دغور ولايت يوشمېرعالمانو، مشرانو او سپين ږيرو نن له غرمې مخکې د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازې سيماجوينده او د مشرانوجرګې غړى سناتوراحمدخان هم ګډون کړى و؛ برخه والو د افغانستان مسلمانو خلکو او د جمهور رييس مرستيال ته د اسلام د سترپيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد له امله د مبارکى د ويلو په ترڅ کې د غور ولايت د اوسيدونکو د ځينو ستونزو او غوښتنو په باب خبرې وکړې.
دوى د غور ولايت د محروم بللو په ترڅ کې په بېلابېلو برخوکې نه پرمختيا، په سياسي قدرت کې د غور د خلکو نه مشارکت او په دولتي اداروکې د هغوى نه شتون، د بريښنا انرژى کمښت،  د مواصلاتي لارو نه جوړيدل،  د نا امنۍ زياتوالى او د څښاک د اوبو کمښت د غور ولايت د بېلابېلو سيمو د خلکوجدي ستونزې  وبللې او په دغوبرخوکې يې د مسوولو ارګانونو په څيړنې او پاملرنې باندې ټينګار وکړ.
دغور ولايت مشرانو د امنيتي ادارو د رپوټونو له مخې: د راتلوونکى کال د انتخاباتو په اړوند په دغه ولايت  کې د راى ورکولو د نږدې پنځوسومرکزونو د تړل کيدو په باب ژوره انديښنه څرګنده کړه او ددغه مطلب په بيانولو سره چې په غور ولايت کې موجودې ناامنۍ دهغه په ګاونديو ولايتونوکې جرړې لري؛ د افغانستان د دولت او له اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل چې په دغه  ولايت کې دې د سراسري انتخاباتو د ترسره کولو زمينه برابره کړي چې دغور ولايت خلک د راى ورکولو له خپل حق څخه بې برخې نه شي.
دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي داسلام دستر پيغمبر دنيکمرغه ميلاد له امله د نړۍ مسلمانانو، د افغانستان ملت او دکتنې برخه والو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د اسلام مبين دين داسلامي امت ترمنځ د يو والى او پيوستون د پياوړتيا په لاره کې ارزښتناکې لارښوونې لري.
ده څرګنده کړه چې دى دغور ولايت په ګډون د هيواد د محرومو سيمو د ستونزو او د اړتياوو په باب معلومات لري.
دجمهور رييس مرستيال دهيواد په بېلابېلو سيموکې دخلکو ستونزو او غوښتنو ته په اشارې سره دغور ولايت دخلکو دغوښتنو په عملي کولوباندې ټينګار وکړ او وويل چې هغوزمينو او منابعو ته په پاملرنې سره چې په دغه ولايت کې شته؛ دغور ولايت کولى شي دکرنې او مالدارۍ په برخه او په نورو برخوکې زيات پرمختګونه وکړي.
د جمهور رييس مرستيال د غور ولايت د هغو ولايتونو له جملې څخه وباله چې له پيښو سره د مبارزې د ملي کميټې د مرستو په لټه کې دى او د خوراکي توکو په ګډون دغه ولايت ته د ژمنيو مرستو د ليږدونې بهير هم هماغه شان دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته