خبرونهاقتصادټولنه

د فیروزکوه ښاروالۍ څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

 کابل، د سلواغې ۳۰ مه، باختر

د فیروزکوه ښاروالۍ ریاست مسوولینو په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولېدو خبر ورکړی دی.

د غور د فیروز کوه ښاروالۍ ریاست مسوولینو باخترآژانس ته ویلي چې یاد ریاست د روان کال د وري میاشتې له پیل څخه د سلواغې میاشتې تر وروستیو پورې د دوو ثابتو او غیرثابتو سرچینو څخه ۳۴ میلیونه ۶۸۲ زره ۱۴۲ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د غور د فیروزکوه ښاروال مولوي امین الله شریفي وویل چې دغه عواید د یادې ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال د پلان له مخې د کورونو او ساختمانونو د صفايي جایدادونو د کرایې، د اشتهاري لوحو او صنفي جوازونو له درکه راټول شوي دي.

د یادونې وړده، چې یادې ښاروالۍ په دې موده کې ۱۲ کوچنۍ او لویې پروژې پلي کړي، چې پکې د ښار د ننه د سړکونو کانکرېټ، د دوکانونو، محافظتي، احاطوي دیوالونو، د ښاروالۍ د اداري ودانۍ، د موټرمینځلو او د فوټسال لوبغالي جوړ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته