امنیت

د هېواد په ختیځ کې وسلې او مهمات ترلاسه شول

کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۶ مه
د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې دوه کلاشینکوفونه، نهه شاژورونه او ۴۷۶ مرمۍ د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه مهمات او وسلې د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د قرغه يي ولسوالۍ د کولالانو، سوخته او  نورې سیمې هم پلټل شوې او د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته