خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د فاریاب چهلګزي ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د انجونو ښوونځی جوړ شوی

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې د ناروې موسسې په مالي مرسته د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د انجونو د لومړني ښوونځۍ ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ښوونځي د پرانستې په مراسمو کې د ولایت د پوهنې رییس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله، نورو سیمه ییزو چارواکو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د سیمې خلکو د دغه ښوونځي جوړېدل د خپلو بچیانو د روزنې او روښانه راتلونکي لپاره ګټور بللی او په نورو سیمو او ولسوالیو کې یې هم د ورته پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته