ورزش

د نجونو د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ په کابل کې پيل شوې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دنجونو دفوټبال دغوره ليګ دسياليو لومړى پړاو نن په کابل کې پيل شو.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دځوانانو دکميټې مسوول علي کاظمي دباختر آژانس خبريال ته وويل :
په دغو سياليوکې دباميانو ،بلخ ،کابل او دهرات د ولايتونو د فوټبال ورزشکاران برخه لري.
دغه سيالۍ دفوټبال فدراسيون په ورزشي ډګرکې پيل شوې ده چې يوه اوونۍ به دوام ومومي او په پاى کې به د غوره ليګ اتل مشخص شي.
ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو په پيل کې د هرات او د باميانو ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته