کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت، د فارياب د اندخوی ولسوالۍ د ۱۵ زره ټنه پرخچه مالګې د داوطلبي د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:« د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د ۱۵ زره ټنه پرخچه مالګې داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یوشمېر رئیسانو او اوو هغو قراردادي شرکتونو د استازو، په ګډون ترسره شوه چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو».
په دې داوطلبۍ کې د «سلیم زاده لمیټد» شرکت، د یو ټن په ۱۰۸۰ افغانیو رویالټي سره، ګټوونکی اعلان شوی دی.