سیاست

د کابل ښار د پنځه سوه فاميليو وګړني شورا خپلې ستونزې له احمد ضيامسعود سره شريکې کړې

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٤
د کابل ښار د يوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحيې مشرانو، مخورو او د ګذر وکيلانو خپلې سيمه ييزې ستونزې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رييس له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتنه يې وکړه .
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د پنځه سوه فاميليو د وګړنۍ شورا غړو د څښاک د اوبو، د معياري او سمبالو ښوونځيو، کلينيک او روغتون د نشتوالي او د زده کړې د خاوندو ځوانانو وزګارتيا يې خپلې مهمې ستونزې وبللې او د هغو د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د پنځلسمې ناحيې د ګذر وکيل سيد آغا وويل چې د دغو ناحيو خلک دکوڅو د پخولو، د څلور سوه بستريز روغتون د ستونزې حل کول چې پخوا دکابل ښاروالۍ او د عامې روغتيا د وزارت په تفاهم ټاکل شوې وه د شپږ جريبه ځمکې په ساحه کې جوړشي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هيڅ راز عملي اقدام نه دى ترسره شوى.
دغه راز دوى د عبدالقهار عاصي د ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د دوى د سيمه ييزو ستونزو په اوريدو سره ژمنه وکړه چې د دوى ستونزې او وړانديزونه د اړوندو مراجعو له خوا څيړل کيږي.
د يوبل خبرله مخې:
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په کابل کې د سمنګانو ولايت له مهاجرينو سره وکتل او د هغوى ستونزې يې واوريدې.
د سمنګانو ولايت د کوز دره صوف د ولسوالۍ مهاجرينو چې اووه سوه کورنۍ او يوزرو پنځه سوه تنه کارګران دي؛ د روان کال په بهيرکې د امنيتي ستونزو له امله يې خپل کورونه خوشې کړي او د کابل ولايت ته مهاجر شوي دي.
د جمهور رييس فوق العاده استازي د دغې ولسوالۍ له مهاجرينو سره ژمنه وکړه چې د دوى د ستونز د حل په خاطر اقدام کيږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته