خبرونهورزش

د غور او بامیانو د ورزشکارانو ترمنځ د غره ختلو سیالۍ ترسره شوې

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د غور د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو د غور او بامیان ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د «یووالي او پیوستون» تر سرلیک لاندې د غره ختلو سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر مولوي حيات الله توحيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د غره د ختلو په دغو سياليو کې دوه تنه د غور او يو د باميانو ولايت ورزشکاران ګډون لري.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې یادو ورزشکارانو د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ د ۴ زره۲۵۰ مترو په لوړوالي د زمبورک غر فتحه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته