خبرونهورزش

د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ مټا خان کلي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مټا خان ځوانانو او بابکر اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې بابکر اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۱ منډو هدف کېښود، مټا خان لوبډلې ياد هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې په خپل نوم کړه.

یاد ریاست زیاته کړې دغه سيالۍ به ۲۱ ورځې دوام وکړي، چې موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته