سیاست

جمهور رئیس غني: د هېواد له علماو، استازو، مدني بنسټونو او ټولو اقشارو څخه غواړم چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ملي دفاع  وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستې پرمهال وویل: دا ودانۍ هغه ملي بنسټ دی، چې د افغانستان راتلونکي نسلونه به په  مېړانه له هېواد څخه دفاع چې د زرګونو کلونو میراث دی او  زموږ په وینه او طبیعت کې نغښتې ده له همدې ځایه کوي.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  په دغو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت د نوې ودانۍ په تالار کې پرځاى شول، جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ ملي اردو د ملي یووالي سمبول دی، چې ټول منسوبین یې رضاکاران دي، ځکه چې د افغانستان له هر ګوټ څخه راغلي او زموږ د ملي بیرغ دفاع کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، ۱۳۹۴ کال سخت کال وو، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو او مسوولینو څخه مننه کوم، چې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا وجنګېدل.
جمهور رئیس د افغانستان د شهیدانو له کورنیو څخه د مننې پرمهال وویل، ستاسو د مېړنیو اولادونو سرښندنې به تل زموږ په یاد وي او تاسو ته به د زده کړې او ژوند  شرایط برابر کړو.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان له  امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د استازو، مدني بنسټونو او رسنیو ملاتړ حتمي او د ټولو ملي وجیبه وبلله او زیاته یې کړه،  ناسم معلومات او ناسمې تبصرې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې په زیان دي.
جمهور رئیس وویل، خدای ، وطن او دنده د هېواد د ملي اردو سپېڅلي شعارونه دي او دوی خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي. هغه زیاته کړه، د هېواد له ټولو اقشارو، علماو، استازو، مدني بنسټونو ، خویندو او وروڼو څخه غواړم چې ټول په ګډه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
محمد اشرف غني همدارنګه د نظامي عملیاتو په هکله د اجازې نه ورکولو اوازې له حقیقته لیرې وبللې او زیاته یې کړه، چې  د عملیاتو په هکله تصمیم کوم شخص نه، بلکې په خپله اړوند بنسټونه نیسي.
جمهور رئیس په ملي دفاع وزارت کې د قوماندې واحد مرکز ته په اشارې وویل، لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اود ملي امنیت عمومي ریاست اپراتیفي معین یا په خپله او یا یې هم باصلاحیته استازی ۲۴ ساعته په دغه مرکز کې موجود وي او تصمیم نیسي.
جمهور رئیس غني همدارنګه د هندوستان له هېواد او د ناټو له عمومي قوماندان جنرال کمپبل څخه مننه وکړه، چې د افغانستان له هوایي ځواک سره یې د هلیکوپترو مرسته کړې، هغه زیاته کړه، چې د امریکا له لوري مرسته شوې هلیکوپترې به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان هوایي ځواک ته وسپارل شي.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او د جرمني هېوادونو له حکومتونو او خلکو څخه چې د نوې ودانۍ د ډیزاین، تمویل او تجهیزپه برخه کې یې مرستې کړي،  مننه وکړه .
همدارنګه جمهور رئیس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د غځولو له امله له  امریکا، کاناډا، اروپا، جاپان، استرلیا او ټولو اړوندو هېوادونو څخه مننه وکړه او د دوی د ماموریت د غځولو تصمیم یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او اتلولیو له برکته وباله.
د ملي دفاع  وزارت نوې ودانۍ د امریکا د متحده ایالاتو او جرمني هېواد په مالي مرستو د  دوه سوه ملیونه ډالرو په ارزښت جوړ ه شوې، چې ۷۴۰ خونې او د ۱۹۹۱کسانو د ځایولو ظرفیت لري.  دغه  نوې ودانۍ  د غونډو د تالار په ګډون د ډوډۍ خوړلو یوه لویه اوه سوه کسیزه او دوه وړې سل کسیزې خونې هم لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته