کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د سیمه ییزو قول اردوګانو او قطعاتو ۱۵۵ تنه منسوبین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مخابرې، لوژستیک، حفظ او مراقبت،املاک او اکمالاتو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزرات د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي او ګن شمېر سرتېرو او منسوبینو ګډون کړی و.
د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي په یادو مراسمو کې وویل چې مجاهدین قوم پرست او سمت پرست نه بلکې خدای پرست دي د همدې ټکي په پام کې نیولو سره باید خپل نفس د اسلام تابع وګرځوي او ور سپارل شوي مسؤلیتونه باید په ښه توګه سرته ورسوي.
ياده غونډه تازه فارغ شویو سرتېرو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.