امنیت

په سرپل کې په نويو نښتوکې د اوو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

دسرپل ښار  باختر  د ثور د مياشتې ١٧ :
اووه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په  نويو نښتوکې  ووژل  شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړه تېره هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د کوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړ.
په سرپل ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د باخترآژانس خبريال ته
وويل  چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته