خبرونهTOPټولنهروغتیا

د سوري زړه په رنځ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
افغاني سرې میاشتې ټولنې سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۵ ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۴۲۵ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته