سیاستخبرونهTOP

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په کابل کې له قومونو سره د همغږۍ ستره غونډه ترسره شوه

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د کابل د ټولو مرکزي ناحیو او ولسواليو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د د یووالي او همغږي غونډه ترسره شوه.
د کابل ولايت قومي مشرانو او ديني عالمانو په دغه غونډه کې د تېرو حکومتونو د فساد، نا امنۍ او په ټولو برخو کې د چور او چپاول یادونه وکړه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې یې د یادولو وړ وبللې.
دوی همدارنګه د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې سرتاسري امنیت، خپلواکي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د بیارغونې چټکې چارې بې سارې وبللې او د حکومت د ټولو اداراتو کارونه یې وستایل.
راغلیو مشرانو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو د غوښتنې تر څنګ له اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ اعلان کړ.
د ياد وزارت سرپرست ملانورالله نوري په دغه غونډه کې وويل؛ (دا زموږ عقیده ده، چې د الله تعالی ج له نصرت وروسته د دغو ولسونو ملاتړ کوو، چې د دې نظام تر شا ودرېدو او اسلامي حکومت قائم شو.
نوموړي زياته کړه، چې دا د اسلامي امارت پالیسي ده، چې له ګاونډیانو سره ښې اړيکې ولري او د اسلام په چوکاټ کې له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې قومي مشرانو خپلې ستونزې د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له سرپرست سره شريکې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته