اقتصاد

په پکتيا کې د څښاک د اوبو لس څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

ګرديز باخترد زمري د میاشتې ۴ مه
د پکتيا ولایت په سيد کرام ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د څه د پاسه د اووه سوه زرو افغانيو په لګښت د څښاک د اوبو لس څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا د کليو د بيارغونې او پراختيا رېیس فضل هادي عاصم باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژه په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو،روغتيا ساتنې او اوبولګلو د ملي پروګرام له خوا د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه د اووه سوه او څلور پنځوس زره افغانيو په لګښت د سيد کرام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ده په وينا د دغې پروژې په مټ به وکولای شو چې په سيد کرم ولسوالۍ کې دوه سوه او پنځوس کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.
د يادونې وړه ده چې د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم ورته پروژې تر کار لاندې دي چې به بشپړېدو سره به يې زرګونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته