خبرونهاقتصادTOPټولنه

د سالنګ لویه لاره له اساسي بیارغونې وروسته، د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په شتون، نن د سالنګ لویې لارې تونل او ګالرۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ټولګتو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر امارتي مسئولینو هم ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي:«یو ملت په اقتصادي لحاظ هغه مهال پر پښو درېږي او د خودکفایۍ پر لور ګامونه اخلي چې سالمه زېربنا ولري».

هغه زیاته کړې ده: «زموږ د هېواد زېربنا د تېرو څلوېښتو کلونو د جګړو له امله سخته صدمه لیدلې ده. د اقتصاد د اساساتو رغولو اهمیت اسلامي امارت درک کړی دی، نو ځکه یې د اقتصادي پالیسۍ مهمه برخه ګرځېدلې ده».

ملا برادر آخوند څرګنده کړې چې څه موده وړاندې دوی د سالنګ لارې د اساسي بیارغونې د کار د پيل افتتاح درلود، ډېر وخت نه دی تېر شوی چې نن یې د ځینو اساسي برخو لکه تونل، ګالریو او نورو ساحو د کار د پوره کېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو پرانیسته کوي.

د هغه په وینا، دا برخې په داسې اساسي ډول د افغان انجنیرانو له لوري رغول شوې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

ملا عبدالغني برادر آخوند د سالنګ لویې لارې ارزښت ته په اشارې ویلي:«د دې لارې اهمیت په دې کې دی چې د هېواد د شمال او جنوب د نښلولو ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره د ترانزیټ په برخه کې مهم رول لوبوي، د ګاونډيو هېوادونو د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به ډېرې آسانتیاوې رامنځته او له دې لارې به د سوداګریزې راکړې ورکړې حجم زیات شي».

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هېوادوالو ته، له سالنګ لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د لا نورو اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په اړه ویلي چې اسلامي امارت په پام کې لري د امکاناتو په برابرېدو سره د سالنګ دویم تونل هم وباسي او له حیرتان څخه تورخم ته د اوسپنې پټلۍ وغځوي چې په دې سره به په ترانزیټ کې زیاتوالی او هېوادوالو ته به زیاتې آسانتیاوې برابرې شي.

هغه په وخت او ښه کیفیت سره د سالنګ لویې لارې د تونل او ګالریو د اساسي بیارغونې له امله د ټولګټو وزارت، قراردادي خصوصي شرکتونو او انجنیرانو له مخلصانه هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې سر له نن څخه دا لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره چمتو ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت په پوره اخلاص او صداقت سره د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې کوي او ټولې کړې ژمنې به په عمل کې ثابتې کړي. هغه دغه راز له ټولو افغانانو څخه غوښتي دي چې د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو اساسي بیارغونه د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري له ټاکل شوي وخت مخکې او ښه کیفیت سره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته