خبرونهاقتصادټولنه

د زابل د احصائيي او معلوماتو ریاست ۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۷ مه، باختر

د زابل د احصایې ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۴۰ برېښنايي پيژندپاڼې وېشلې دي.

د زابل د احصايې او معلوماتو رییس مولوي ګل محمد احمد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دوو مرکزونو پرمټ یې د یاد ولایت په شاجوی او مرکز کلات کې خلکو چوپړتیا ګړندي کړي، چې د برېښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش له درکه ۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته  یې سپارلي دي.

په ورته وخت کې د برېښنايي پيژندپاڼو یوشمېر مراجعینو خوښي وښوده او ویې ویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو د وېشلو په برخه کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کېږي او دوی ترې راضي دي او له نورو خلکو هم وغوښتل چې ژرترژره دې ځان ته برېښنايي پيژندپاڼې واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته