سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: اسلامي امارت په روغتیایي سکتور کې د شته ستونزو حل ته ژمن دی

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته د کابل ښار د اریانا میډيکل کمپلکس، امیري طبي کمپلکس، کیور او فرانسویانو (FMIC) روغتونونو له یو شمېر متخصصینو او مسوولینو سره وکتل.

د اریانا خصوصي روغتون رئيس ډاکتر عبدالواحد صدیقي په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یادو روغتونونو د وضعیت، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات وړاندې کړل.

هغه وویل چې یاد روغتونونه له متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو سره په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو چوپړ کوي، خو له دې سره سره په دغو روغتونونو کې د پرمخ تللو طبي وسایلو او امکاناتو د کموالي له امله د ځينو ناروغیو د درملنې امکان نشته.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو وسایلو په چمتو کېدو سره به په کور دننه د هغوی د درملنې امکانات برابر شي او ناروغان به اړ نه وي، چې د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي.

صدیقي همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د متخصصو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال  په دغه کتنه کې روغتیا د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او د اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه وبلله او ويې ویل چې اسلامي امارت ولس ته په نړیوالو معیارونو برابرو روغتیایي خدماتو برابرولو ته ژمن او په دې موخه ګړندۍ هڅې کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پيلولو ته په اشارې سره وویل چې اسلامي امارت د هېواد په کچه په روغتیایي سکتور کې د ستونزو حل ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه څرګنده کړه، چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد ټول کادرونه د دې ملت او هېواد پانګه او موږ ته د قدر وړ دي او د یو بل په همغږۍ کولای شو افغانستان اباد کړو او ملت له ستوتزو څخه وژغورو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته