امنیت

د ننګرهار د ولايتي شورا د پخواني رييس د سپرلۍ په موټر د ماين چاودنه وشوه

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٥
په جلال آباد ښارکې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال غلام رباني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د جلال آباد ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتوکې نن کله چې د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د پخواني رييس حاجي جمال د سپرلۍ موټر له ساحې څخه تېريده؛ د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې زموږ څلور تنه هيوادوال ټپيان شول او د ده سپرلۍ موټر يو څه ويجاړ شوى دى او حاجي جمال ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته