خبرونهټولنه

د روزګان خلک د برېښنا د بيې د لوړوالي له امله شکايت کوي

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يو شمېر خلک وايي، چې په دغه ولايت کې د يو کيلو واټ دولتي برېښنا بيه ٢٨ افغانۍ ده.

دوی وايي، چې دولتي برېښنا ته د نه لاسرسي له امله خلک اړ دي، چې له خصوصي شرکتونو څخه يو کيلو واټ برېښنا په سل افغانيو وپېري.

د روزګان د مرکز ترينکوټ ښار اوسېدونکي دلاور وويل، چې دولتي برېښنا يوازې په ترينکوټ ښار او د هغه په شاخوا سيمو کې د لاسرسي وړ ده او د هر کيلو واټ بيه ٢٨ افغانۍ ده خو موږ دولتي برېښنا ته لاسرسي نه لرو.

نوموړي زياته کړه، چې دوی له يو خصوصي شرکت څخه برېښنا اخيستې، چې د هر کيلو واټ په بدل کې دوه سوه پاکستانۍ کلدارې ورکوي.

هغه له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا بيه ټيټه کړي چې ټول خلک ورته لاسرسى ولري.

د روزګان د والي وياند علي جان پوهنيار د روزګان د خلکو د ستونزو په تائيدولو سره وويل، چې عامه خلکو ته يو کيلو واټ دولتي برېښنا په ٢٨ افغانيو، دولتي بنسټونو ته په  ٣٩ افغانيو او خصوصي بنسټونو ته په ٤٢ افغانيو وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا بيه کمه کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته