سیاست

د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر ځنډنی کوي

-کابل/ د چنګاښ ۱۵ مه / باختر
په دغو وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د جګړو دوام او د تاوتریخوالي ډېرېدو هم دننه په هېواد کې او هم په نړیواله کچه ګڼې اندېښنې راټوکولې دي.
د باختر آژانس مفسردغو اندېښنو ته کتنه کړېده او لیکي:
د افغانانو او همدارنګه نړیوالو تمه او هیله دا وه چې په دوحه کې د امریکایانواو طالبانو تر منځ د سولې موافقې له لاسلیک وروسته به دننه په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي او د افغانانو ترمنځ به د سولې خبرې ژر پيل شي؛ خو له بده مرغه دا کار ونه شو، جګړې اوس هم دوام لري او تاوتریخوالی نه یوازې دا چې کم شوی نه دی، بلکې د تمې خلاف ډېر شوی دی.
پښتو کې متل دی چې وایي( یتیم په ژړا پوخ دی)، افغانان له جګړو سره بلد دی او څلورلسیزې خونړی تاوتریخوالی تجربه کوي. یانې دلته خبره یوازې د پخوا په څېر د جګړو د دوام نه ده، بلکې اصلي خبره دا ده چې اوس جګړې ته د پای ورکولو او سولې ته د رسېدو لپاره یو ښه تاریخي فرصت برابر شوی دی، د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړه شوېده، مرکچي پلاوی ټاکل شوی دی، توافق شوی دی چې د افغانانو تر منځ د خبرو لومړی پړاو به په دوحه کې ترسره کېږي، همدارنګه د بندیانو د خلاصون بهیر دوام لري او هره ورځ د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کېدو رپوټونه خپرېږي.
پر دې سربېره، په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د سولې هڅو زور اخیستی دی، سیمه ییزه او نړیواله اجماع ورځ تر بلې غښتلې کېږي. اوس خبره یوازې د سولې د بسیاکېدو نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونه سولې ته له رسېدو وروسته د  افغانستان د جګړه ځپلې اقتصاد د بیارغاونې پر لاو چارو فکر کوي او په دې اړه هم ړومبنۍ سلامشورې پيل شوېدي.
په دغه راز مناسب کورني، سیمه ییز او نړیوال چاپېریال کې تاوتریخوالي ته لمن وهل پرته له دې چې د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، بله پایله نه لري. اوس باید په جګړه کې ټول ښکیل لوري دې پایلې ته رسېدلې وي، چې دوی د جګړې له لارې مخالف لوری په بشپړ ډول ځپلی نه شي او کوم ډراماتیک ستراتېژیک بری تر لاسه کولی نه شي، که دا کار شونی وای او کوم لوري د جګړې، زور او تاوتریخوالی له لارې د پرمختیاوو او جګړې لوری په خپله ګټه بدلولی شوای او کومه ستراتېژیکه سوبه یې تر لاسه کولای شوای، نو بیا به دوی په تېرو نولسو کلونو کې دا کار کړی وای. دا اوس لکه لمر روښانه ده چې جګړه د حل لاره نه ده، تاوتریخوالی د حل لاره نه ده، نه یوازې دا چې جګړه او تاوتریخوالی ستونزې حل کولی نه شي، برعکس د سولې لپاره اوسنی رامنځ ته شوی زرین تاریخی فرصت له ګواښ سره مخ کوي او  د سولې روان کوښښونه ځنډني کوي.
اوس د دې وخت دی چې ټول ښکیل لوري د اوسني پړاو حساسیتونه او نزاکتونه ښه درک کړي، دا واقعیت ومني چې تاوتریخوالي ته له لمن وهلو کومه ګټه نه شي ترلاسه کولای او په رښتیني توګه د سولې هڅو ته ملا وتړي او پر هغه څه تمرکز وکړي چې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي. پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته