کابل/ د کب ١٦ مه / باختر
د روزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر حکومت له ماتې او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونه پرمختیايي پروژې نیمګړې پاتې شوې دي.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد آصف د يادو پروژو د پاتې کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په روزګان کې سيمه ييزو چارواکو د ساختماني شرکتونو له استازو سره خبرې کړي او هيله يې څرګنده کړې چې ډېر ژر به يې چارې بېرته پيل شي.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ټينګار وکړ چې په روزګان کې زياتره هغه پروژې چې اوس نيمکړې پاتې دې د دغه ولايت په ښاروالۍ پورې اړه لري.
مسوولین وايي چې پر دغو پروژو میليونونه افغانۍ پانګونه شوې او اوس د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.
\ ذ