کابل باختر دتلي دولسمه:
په هرات کې دسيمه ئيزو رسنيو دمسوولينو اوخبريالانو ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي له خوا وڅيړل شوې .
دغه څيړنه په داسې حال کې کيږي چې دبيان دازادي دپراخ بنسټه کولو او په ټول هيوادکې دخبريالانوپه چارو کې داسانتياودبرابرولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هلوځلو زور اخستى دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې دهرات ولايت درسنيو دمسوولينوپه وړاندې وويل : دهرات ولايت په کچه هم په اطلاعاتو دلاسبري ولايتي کميسيون جوړيږي .
دې دغه راز دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت په برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت برياليتوبونه او اقدامات په ګوټه کړل او ويې ويل : چې په هيوادکې دخبريالانو اوښځو پرخلاف تاوتريخوالي کيږي .
دې دغه راز درسنيو دمشورتي بورد دجوړولو ، داخلاقي اصولنامې دتدوين ، دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دمخنيوي او د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون دبيا څيړنې خبر هم ورکړ. او ټينګار يې وکړ چې له جواز پرته درسنيودفعاليتونو ددوام مخه نيول کيږي .
ميرمن مصطفوي زياته کړه : چې داطلاعاتو اوفرهنګ رياست واک لري چې درسنيو سرغړونې وڅيړي او د رسنيو دمبتذلو خپرونو مخه هم ونيسي .
مصطفوي ډاډ ورکړ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيان دازادي کلک ملاتړې دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې زياته کړه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هلې ځلې کوي چې دخبريالانو او رسنيو ستونزې وڅيړي او لرې کړي .
0 1 دقیقه لوستل