ټولنه

د رابعه بلخي ليسې په شاوخوا کې د لوړپوړيزو ودانيو جوړيدل ستونزې رامنځته کړې دي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
د کابل ښار د رابعه بلخي ليسې يوشمېر زده کوونکي د دغې ليسې په شاوخوا کې د لوړپوړيزو ودانيو د جوړولو له امله شکايت لري.
د دغې ليسې يوې زده کوونکې افشين له باختر آژانس سره په مرکه کې وويل: هغه لوړپوړيزې ودانۍ چې د دغې ليسې په شاوخوا کې جوړې شوې دي، دوى ته يې زياتې ستونزې رامنځته کړې دي.
دې زياته کړه: له هغه وخت څخه چې دغه ودانۍ جوړې شوې دي، دوى نه شي کولاى د ښوونځي په ودانۍ کې وګرځي  .
دې له مسوولو مقاماتو څخه وغوښتل چې د دغو ودانيود دجوړولو مخه ونيسي.
د دغې ليسې يوې بلې زده کوونکې وحيدې له باختر آژانس سره خبروکې په دې باب وويل: کله چې په ښوونځي کې په ورزش بوخته وي، دغه ودانۍ دوى ته ستونزې رامنځته کړې دي او دوى په ښه ډول ورزش نه شي کولاى .
دې دغه راز زياته کړه چې دغه  ليسه د نجونو ده او د دغې ليسې په شاوخوا کې  د دغه شان ودانيو جوړول مناسب کار نه دى،  له دې امله له حکومت څخه د دغو ودانيو د جوړولو د بنديدو غوښتنه وکړه.
داسې  څرګندونې شته چې د سيمې خلک هم د دغه شان ودانيو له جوړولو څخه شکايت کوي او د پوهنې رياست مسوولين هم موضوع له کابل ښاروالۍ سره شريکه کړې ده.
څو کورنۍ خپلې لورګانې له دغې ليسې څخه نورو ليسو ته سه پارچه کړې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته