کابل / د چنګاښ ۲۴ / باختر
د هغه واټ د جوړولوکارچې د دامان ولسوالۍ د کابل – قندهارله لويې لارې سره نښلوي نن پیل شو.
د غه کانکریټي واټ به څه د پاسه ۴۰۰۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور ولري.
د فوایدعامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه واټ په جوړېدو سره بازارونو ته د اوسېدونکو په تګ را تګ او د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په لېږدولو کې آسانتیاووې برابرېږي.
ټاکل شوې ده دغه کانکریټي واټ شپږ میاشتې وروسته د مسافرانو او تجارتي کاروانونو د تګ را تګ پرمخ پرانیستل شي.
-ع
11 د یوې دقیقې څخه لږ