خبرونهټولنهروغتیا

د خوست په ملکي روغتون کې د توبرکلوز څانګه پرانیستل شوه

کابل، د کب ۲مه، باختر

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولین د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د توبرکلوز څانکې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدران د یادې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د دغه ولایت ملکي او تخصصي روغتون ته ۳ د مقاوم توبرکلوز د تشخیص (جن اکسپرټ) ماشینونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د توبرکلوز برنامې عمومي مسوول ډاکټر خان محمد منګل وويل، چې وړاندې به د توبرکلوز(MDR ) ناروغان د  درملنې لپاره بهر ته تلل خو اوس د نورو اړینو خدماتو ترڅنګ به د دغه ناروغۍ تشخيص او درملنه په یاد مرکز کې په وړيا توګه ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته